ads

د پنټاګون له لوري پر طالبانو د نظامي فشار دوام

پنټاګون وايي، پر طالبانو نظامي فشار لا هم دوام لري.
د امريکا ددفاع وزارت سنا مجلس ته په يوه استولي راپور کې ويلي چې د سولې لپاره پر طالبانو د نظامي فشار دوام حتمي دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 چنګاښ 1397
د پنټاګون له لوري پر طالبانو د نظامي فشار دوام

پنټاګون وايي، پر طالبانو نظامي فشار لا هم دوام لري.
د امريکا ددفاع وزارت سنا مجلس ته په يوه استولي راپور کې ويلي چې د سولې لپاره پر طالبانو د نظامي فشار دوام حتمي دی.
په راپور کې راغلي د امريکا د نوې تګلارې له مخې بايد په افغانستان کې ترهګري ودرول شي او سولې ته لار هواره شي، خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره پر وسله والو ډلو نظامي فشار حتمي دی.
پنټاګون همدا راز د ترهګرۍ ضد مبارزې او افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې کافي نه بولي او وايي، اسلام اباد لا هم د ترهګرو پر وړاندې اقدام نه دی کړی او د سولې په پروسه کې همکاري نه کوي.
پنټاګون يو ځل بيا روسيه، ايران او پاکستان د ترهګرو ملاتړي بللي دي.
د امريکا ددفاع وزارت وايي روسيه لا هم ناسم معلومات خپروي او وايي چې امريکا په افغانستان کې دداعش ملاتړې ده او په دې توګه د منځنۍ اسيا هېوادونه دې ته هڅوي چې له امريکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري و نه کړي.
پنټاګون ويلي چې دوي په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او پر ترهګرو ډلو به فشار دوام لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA