جمهور رييس غني وايي په جلال اباد کې د سيکانو د وژلو عاملين به مجازات کړو

جمهور رييس محمد اشرف غني په کابل کې د اهل هنودو مذهبي ځاى ته ولاړ او له دوى سره يې غمشريکي وکړه.
څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د ١٧ سيکانو په ګډون ١٩ کسان وژل شوي وو.