جمهور رييس محمد اشرف غني په کابل کې د اهل هنودو مذهبي ځاى ته ولاړ او له دوى سره يې غمشريکي وکړه.
څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د ١٧ سيکانو په ګډون ١٩ کسان وژل شوي وو.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رييس اشرف غني، تېره شپه ماسخوتن مهال د کابل په کارته پروان ګوردواره کې دجلال اباد ښار د وروستۍ تروريستي پېښې د قربانيانو له کورنيو سره چې غمشريکي وکړه.
جمهور رييس د هېواد د سکانو او هندوانو ويرځپلو کورنيو سره د خواخوږۍ او غمشريکۍ ترڅنګ وويل، دا پېښه يوه فاجعه وه او حکومت به يې د پېښېدو څرنګوالی په هر اړخيزه توګه وارزوي او عاملين به مجازات کړي.
هغه د دې ترڅنګ چې هندوان او سکان هېوادوال د افغانستان وياړ وبلل وويل، حکومت به تل دوی ته پام وکړي.
د دې مراسمو په پای کې د هېواد د جمهور رييس په حضور کې نرندر سِنګ د هندوانو او سکانو د نوي استازي په توګه معرفي شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


