ads

جمهور رييس اشرف غني وايي له دې وروسته غير مسوول وسله‌وال نه منم

جمهور رييس غني ۲۰۱ سيلاب قول اردو ته د وينا پر مهال ويلي، له دې وروسته د غير مسوولو وسله والو پر وړاندې جدي اقدامات کوي او خپلسري وسله وال له منځه وړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 چنګاښ 1397
جمهور رييس اشرف غني وايي له دې وروسته غير مسوول وسله‌وال نه منم

جمهور رييس غني ۲۰۱ سيلاب قول اردو ته د وينا پر مهال ويلي، له دې وروسته د غير مسوولو وسله والو پر وړاندې جدي اقدامات کوي او خپلسري وسله وال له منځه وړي.
دده په خبره په دې وروستيو ورځو کې يې څو همداسې سيمه ييز وسله وال او محلي زورواکي لاس تړلي کابل ته راوستي دي.
د نوموړي موخه د اروزګان د امنيت د پخواني امر او همدا راز په فارياب کې د جنبش د يوه سيمه‌ييز قومندان نظام الدين قيصاري نيول کېدل و.
افغان حکومت وايي هڅه کوي، له دې وروسته سيمه ييز زورواکي له منځه يوسي ځکه دوی د حکومت تر چتر لاندې پر خلکو ظلمونه کوي او افغانانو ته يې سرخوږي جوړ کړی دی.
د جمهور رييس په خبره ټول هغه کسان به ونيسي چې جګړې يې پيل کړې دي او خپلسري وسله وال ساتي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA