د اردن سلګونه اوسېدونکي د دوهمې ورځې لپاره له سوريې سره د دغه هېواد پوله كې راټول شوي، ترڅو د سوريې له دېرا ښاره تښتېدلو شاوخوا ۲۷۰ زره سوري وګړو سره مرسته وکړي.
د اردن د خلکو دغه هڅې اوس د مرستې په يوه ملي پروګرام بدلې شوې دي، چې له مخې يې له کورنيو اضافي کالي او وسايل راټولېږي او سوري کډوالو ته وېشل کېږي.
د سوريې جنوبي دېرا ښار د سوري حکومت د مخالفو وسله والو په لاس کې دی او په دغه ولايت کې د دولتي ځواکونو عمليات پيل شوي دي.
ويل کېږي سوري دولتي ځواکونه توانېدلي، چې د دې ولايت ډېرې ختيځي برخې ونيسي.
له سوري کډوالو سره د مرستې يو تنظيموونکی حسين صمدي وايي: ((دا زموږ ملي دنده ده، چې له خپلو سوري وروڼو او خويندو سره په دې وخت کې مرسته وکړو، له همدې کبله موږ د مرستې دغه ملي پروګرام پيل کړ.))
دا کمپيان د اردني حکومت هغه تصميم ته يو ځواب دی، چې له مخې يې اعلان وکړ، چې نه شي کولای د سوري کډوالو د دې نوې څپې کوربه توب وکړي.


