په جلال اباد ښار کې ځانمرګي بريد ۱۲ ولسي وګړي ووژل او ۲۰ نور يې ټپيان کړل.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند ملنګ واټ کې ځانمرګی بريد شوی .
د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي په دې ځانمرګي بريد کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
خوګياڼی وايي په وژل شويو کسانو کې اهل هنود هم شامل دي.
د خوګياڼي په وينا ټپيان يې روغتون ته ليږدولي خو زياتوي چې د څو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
په ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخيل وايي چې له پېښې ورته ۱۵ جسدونه چې، ۸ يې اهل هنود دي او ۲۰ ټپيان ور وړل شوي دي.
تراوسه د بريد مسوليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


