جمهور رئيس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال د ختيځ زون لپاره د زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.
له جمهور رئيس سره په دغه سفر کې د کابينې يو شمېر غړي او د حکومت پوځي او ملکي چارواکي ملګري دي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، دغه کمپلکس په ۲۰۰ جريبه ځمکه کې جوړيږي، چې د ننګرهار د حوزوي روغتون ۶۰۰ بستريزه نوې ودانۍ، ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰ بستريز روغتون او د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون پکې شامل دي.
د معلوماتو له مخې په دغه کمپلکس کې به د ننګرهار د عامې روغتيا رياست لپاره هم ودانۍ جوړه شي.
جمهور رئيس نن سهار ننګرهار ته تللی دی او ټاکل شوې چې د يو شمېر نظامي او ملکي چارواکو تر څنګ د ولايتي شورا له غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو سره جلا جلا ناستې ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


