جمهور رئيس محمد اشرف غني، پرون مازديګر د جنوبي او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې اليس ويلز سره وليدل.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان او امريکا په اړيکو، د افغانستان په مشرۍ د سولې پر پروسې او سيمه ييزو همکاريو خبرې وکړې.
مېرمن وېلز په افغانستان کې د سولې د تامين په برخه کې د جمهور رئيس غني له باتدبيره مشرۍ مننه وکړه او د افغانستان په مشرۍ يې د سولې له پروسې د خپل هېواد هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ.
له بل لوري جمهور رئيس غني نوموړې ته د ښه راغلاست تر څنګ د امريکا متحده ايالاتو له مرستو او همکاريو په ځانګړي ډول د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د تمويل په برخه کې مننه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې له اوربند د خلکو هرکلی بې مخينې وو او په هېواد کې د سولې او ثبات په برخه کې يوه ټوليزه اجماع رامنځته شوې ده.


