ads

د ټاکنو کمېسيون ولسي جرګې ته د اوو ولايتونو د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړ

د ټاکنو خپلواک کمسيون ولسي جرګې ته د ۷ ولايتونو د نوماندانو لومړنی لېست خپور کړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 چنګاښ 1397
د ټاکنو کمېسيون ولسي جرګې ته د اوو ولايتونو د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړ

د ټاکنو خپلواک کمسيون ولسي جرګې ته د ۷ ولايتونو د نوماندانو لومړنی لېست خپور کړ.

د دغه کمسيون چارواکي وايي، د نورو ولايتونو د نوماندانو لېست به هم د نن ورځې تر پايه اعلان شي.

نيمروز، ارزګان، نورستان، کنړ، خوست، باميان او کابل هغه ولايتونه دي چې د ولسي جرګې لپاره يې د نوماندانو لومړنی لېست اعلان شوی دی.

له بل لوري د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د ولسواليو شوراګانو ته د نوماندانو لومړنی لېست هم اعلانېږي خو تر دې مهاله يې دقيق وخت څرګند نه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA