ads

افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند پای ته ورساوه

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت اوربند نور نه تمديدوي او له دې وروسته افغان ځواکونه کولای شي په وسله والو طالبانو خپل يرغليز بريدونه پيل کړي

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 چنګاښ 1397
افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند پای ته ورساوه

جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت اوربند نور نه تمديدوي او له دې وروسته افغان ځواکونه کولای شي په وسله والو طالبانو خپل يرغليز بريدونه پيل کړي

جمهور رييس غني چې نن يې په کابل کې خبري غونډې ته خبرې کولې ټينګار وکړ چې که وسله وال طالبان د اوربند اعلان وکړي، افغان حکومت چمتو دی چې اوربند اعلان کړي.

جمهور رييس دغه راز ټينګار وکړ چې اوربند ۹۸ فيصده بريالۍ تجربه وه او ډاډ يې ورکړ چې هر څه کنټرول شوي پرمخ تللي دي.

له وسله والو طالبانو سره دافغان حکومت لس ورځنی اوربند پرون پای ته ورسېد. د لومړي ځل لپاره افغان حکومت د روژې له ۲۷مې د کوچني اختر تر پنځمې نېټې اوربند اعلان کړ او طالبانو هم د اختر په درېيو ورځ کې د اوربند اعلان وکړ خو له هغه وروسته يې اوربند تمديد نه کړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA