ads

په نورستان كې د بې پيلوټه الوتكې بريد ۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د نورستان ولايتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د بهرنيو ځواكونو د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې درېيو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 چنګاښ 1397
په نورستان كې د بې پيلوټه الوتكې بريد ۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د نورستان ولايتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د بهرنيو ځواكونو د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې درېيو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په ختيځ کې د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون مطبوعاتي مسول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل چې تېره ورځ د نورستان ولايت وانټ وايګل ولسوالۍکې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه لوتکې هوايي بريد ترسره کړی چې په ترڅ كې يې د عبدالغني په نوم يو داعش وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د مشرقيوال په خبره، په ترسره شوي هوايي بريد کې ولسي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
له بل لوري داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA