ads

په ترينکوټ ښار کې د جګړې له کبله ۹ تنه ټپيان شوي او مالي زيانونه اوښتي

په ارزګان ولايت کې تېر ماښام د نښتې له کبله نهه تنه ټپيان شوي دي. دغه نښته د ارزګان د ولايت مقام په دروازه کې د ملي امنيت د کارکوونکو او د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنیت د پخواني امر د ساتونکو تر منځ شوې ده او پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 چنګاښ 1397

د ترينکوټ ولايتي روغتون ډاکتران وايي، د پېښې له ځايه ورته ۹ تنه ټپيان چې درې تنه د ملي امنيت کارکوونکي، ۳ تنه د امنيت د پخواني امر ساتونکي، دوه ملکي وګړي او يو پوليس دي، وروړل شوي دي.

د ولايتي روغتون مسوول ډاکټر ضياالرحمن نيازی وايي، په ټپيانو کې د ۳ تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ و، چې د ښه درملنې په هدف کندهار ولايت ته لېږل شوي دي.

د جګړې په سيمه کې ليدل کېږي چې خلکو ته په لوړه کچه مالي زيان هم رسېدلی دی.

د ترينکوټ  ښار اوسېدونکي او هټيوال د ښار د وضعيت په تړاو اندېښنه لري او غوښتنه کوي چې په دې ښار کې دې امنيتي تدابیر ټينګ کړل شي.

يو شمېر هټيوال چې د نښتې پر مهال يې هټيو ته زيان اوښتی له دولت د مرستې غوښتنه کوي.

له بل لوري ولايتي چارواکي په دې تړاو څه نه وايي.

خو د دغه ولايت د امنیه قومندانۍ د امنيت پخوانی امر حاجي رحيم الله خان وايي چې نوموړی ولايت مقام ته د والي د ليدنې لپاره د تګ په حال کې و، چې د ملي امنيت کسانو د ولايت د مقام په دروازه کې ورته کمين نيولی و او د نوموړي د نيولو هڅه يې کوله.

حاجي رحيم الله خان د پخواني امنيه قومندان مل پاسوال مطيع الله خان ورور دی.

مطيع الله خان درې کاله وړاندې په مرکز کابل کې په مرموز ډول ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA