ads

د نورستان اوسېدونكي: په دغه ولايت كې دې د تذكرو د وېش او نوم ليكنې پروسه وغځول شي

د نورستان اوسېدونكي وايي، كه په دغه ولايت كې د تذكرو د وېش او رايې وركولو لپاره د نوم ليكنې پروسه ونه غځول شي نو د ياد ولايت اتيا سلنه وګړي به په ټاكنو كې له ګډون څخه بې برخې شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 چنګاښ 1397
د نورستان اوسېدونكي: په دغه ولايت كې دې د تذكرو د وېش او نوم ليكنې پروسه وغځول شي

د نورستان اوسېدونكي وايي، كه په دغه ولايت كې د تذكرو د وېش او رايې وركولو لپاره د نوم ليكنې پروسه ونه غځول شي نو د ياد ولايت اتيا سلنه وګړي به په ټاكنو كې له ګډون څخه بې برخې شي.

د نورستان د خلكو د سراسري شورا مسوولينو او غړو د د غه ولايت مدني فعالينو او يو شمېر احتمالي نوماندانو د سې شنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري غونډه كې وويل، په دې ولايت كې ډېر كم شمېر كسانو تذكرې اخيستې دي.

د نورستان د خلكو د سراسري شورا منشي امان الله نورستاني وايي، د تذكرو د وېش په چارو كې د سيمه ييزو چارواكو په ځانګړې توګه د والي لاسوهنې د دې سبب شوې چې د دغه ولايت ډيرى سيمو ته د تذكرو د وېش ډلې ولاړې نه شي او هغه چې بايد تللې وى د والي په لارښوونه نورو ځايونو ته ولاړې.

د اجرائيه رياست يو تن سلاكار عبدالصبور توحيدي هم مني چې له مركز څخه نورستان ته دېرش زره د تذكرو سپينې فورمې تللې خو هلته يوازې له پنځو ترشپږو زرو وېشل شوې او نورې وركې دي، نوموړى زياتوي چې د دغه فورمو ځواب بايد والي ووايي.

د اجرائيه رياست دغه سلاكار په ورته وخت كې د كليد د دې پوښتنې په ځواب چې د اجرائيه رياست له خوا هم والي د تذكرو په وېش كې په درغليو او ناقانونه كړنو تورنيږي نو ولې ترې حكومت په ځانګړې توګه اجرائيه رياست پوښتنه نه كوي، وايي، خلك بايد په خپله خپلې ستونزې حل او د خپل حق پوښتنه وكړي.

خو د نورستان يو تن مدني فعال فضل الهادي مورال بيا د اجرائيه رياست د سلاكار د دې ځواب په غبرګون كې وايي، دا خبره د نورستان خلكو ته د منلو نه ده او زياتوي، د حكومت مسووليت دى چې بايد خلكو ته په ټاكنو كې د ګډون زمينه برابره كړي.

نوموړي زياته كړه چې مخالفينو هم ورته ويلي چې د تذكرو د وېش او نوم ليكنې د لړۍ پر وړاندې به خنډونه نه رامنځته كوي خو زياتوي چې حكومت په دې اړه پام نه دى كړى.

خو د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم بيا د نورستان د خلكو دغه ادعا ردوي او دا د هغه د شخصيت د ترور هڅه او درغليو ته لاره هوارول بولي.

نوموړى وايي، په نورستان كې درويشت تنو ولسي جرګې ته او شپږپنځوس تنو د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه نوماند كړي او ټولو هغه ټاكلې اندازه تذكرې هم له ځانه سره راوړې دي چې ټولټال نژدې همغه شمېر پوره كوي چې له مركز څخه نورستان ته لېږل شوې وې.

دا په داسې حال كې ده چې د نورستان خلك وايي، په دغه ولايت كې د ظاهرشاه له وخت څخه د تذكرو وېش نه و شوى او په وينا يې اوس مهال د ياد ولايت نوي سلنه وګړي تذكرې نه لري چې بايد اخيستې يې وى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA