حيات د کرکټ لوبغالي لپاره له نښه شوې سيمې ليدنه وکړه

د ننګرهار والي حيات الله حيات نن په داسې حال کې، چې د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل، د ښار جوړونې رئيس عبدالقهار حيدري او د کرکټ بورډ ادارې استازو يې ملتيا کوله، بهسودو پل ته څېرمه د کرکټ لوبغالي لپاره له په نښه شوې سيمې څخه ليدنه وکړه.