له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې د بشري مرستو د انسجام غونډه تېر مازديګر په ارګ كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړيوالو بنسټونو استازو حضور درلود.
په پيل کې د ملګرو ملتونو استازي وچکالۍ او سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو بهير د پرمختګ په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.
د هغه په خبره، کوښښ کوي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ او د کليو د بيارغونې او پراختيا له وزارتونو سره په همغږۍ بېړنۍ بشري مرستې له طبيعي پېښو زيانمنو شوو ته برابرې شي او د مرستو رسولو پر پلان هم کار وشي.
جمهور رئيس غني د نړيوالو بنسټونو د راپور له اورېدو وروسته وويل، وچکالۍ او سېلاب ځپلو سره شوې مرستې په هېڅ وجه کافي نه دي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې له طبيعي پېښو زيانمنو شوو ته د مرستو رسولو ډول بايد بدل شي.
د هېواد جمهور رئيس له نړيوالو بنسټونو وغوښتل، چې د مرستې رسولو بېړنى او دقيق پلان ترتيب او وړاندې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ