ads

يوه اماراتي خيريه بنسټ بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو وېشلو پروژه پيل كړه

د متحده عربي اماراتو د بيت الشارقه الخيري په نوم بنسټ د زايد کال په مناسبت په کابل کې د دې هېواد د سفارت تر څار لاندې بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو وېشلو پروژه پيل كړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 چنګاښ 1397
يوه اماراتي خيريه بنسټ بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو وېشلو پروژه پيل كړه

د متحده عربي اماراتو د بيت الشارقه الخيري په نوم بنسټ د زايد کال په مناسبت په کابل کې د دې هېواد د سفارت تر څار لاندې بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو وېشلو پروژه پيل كړه.
په افغانستان كې د اماراتو د سفارت شارژدافير سيف الشامسي وايي، دا د دوی لپاره د وياړ ځای دی، چې د اړمنو کورنيو په خوښيو کې برخه اخلي او د بښنې فرهنګ ترويجوي.
نوموړی زياتوي، دوى غواړي بشردوستانه او رضاكارانه فعاليتونه ترسره كړي، ترڅو اړمنو كورنيو ته د ژوند اسانتياوې برابرې شي.
د شامسي په وينا، د دوى هېواد د شيخ زايد كال نمانځي، نو ځكه يې بېلابېلې مرستې پلان كړې دي.
د يادونې وړ ده، چې اماراتو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې له خلكو سره مرستې كړې او همدارنګه يې ځينې پروژې عملي كړې دي.
د دې هېواد د لويو مرستو له جملې د خوست شيخ زايد پوهنتون يادولى شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA