د وزې ځدراڼ اوسېدونکي: ځينې کسان د خپلو ګټو لپاره تذكرې نه راكوي

د پکتيا ولايت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ ولسوال او د تذكرو مدير د دوى سيمو ته د تذكرو د وېش ټيمونه نه لېږي او د مشخصو کسانو په ګټه کار کوي.
دوى زياتوي، د ولسوال ورو د ولسي جرګې راتلونکو ټاكنو ته كانديد دى او غواړي د جعلي تذكرو په جوړولو ځان بريالى کړي.