اسلام اباد ته د لوړ پوړي افغان امنيتي پلاوي د سفر جزيات څرګند شول

د ملي امنيت شورا دفتر اسلام اباد ته د لوړپوړي افغان امنيتي پلاوي د سفر جزيات څرګند كړل.
دا دفتر وايي، د ملي امنيت د سلاكار محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړي امنيتي پلاوي، چې د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزى او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په كې شامل وو، اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال د پاكستان د امنيتي دستګاه له لوړ پوړو مسوولينو سره د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر تطبيق خبرې وکړې.