ممنون حسين د فضل الله د وژلو له امله له عبدالله عبداله مننه وکړه

د پاکستان جمهور رييس ممنون حسين له اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په وژلو کې د افغان حکومت له مرستې د مننې تر څنګ ويلي، چې هېواد به يې وسله والو ډلو سره رښتينې مبارزه کوي او هيڅ ډلې ته به د سيمې د نا امنه کولو اجازه ورنه کړي.