د کندهار په ژېړۍ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي

د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال لس وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو وياند ضيا درانی وايي، وسله والو تېره شپه دوې بجې د ژېړۍ ولسوالۍ د “قاري سليم کاريز” په سيمه کې د ملي پوليسو پر پوسته بريد وکړ چې د سهار تر پنځو بجو پورې يې دوام درلود.