ads

د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې له اړمنو کورنيو سره د جامو مرسته وکړه

د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې د زايد کال په مناسبت په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو ويشلو پروژه پيل پيل كړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 غبرګولی 1397
د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې له اړمنو کورنيو سره د جامو مرسته وکړه

د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې د زايد کال په مناسبت په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې بېوزلو افغان كورنيو ته د جامو ويشلو پروژه پيل پيل كړه.
د دغه سفارت شارژدافير سيف الشامسي وايي، دا د دوی لپاره د وياړ ځای دی چې د اړمنو کورنيو په خوښيو کې برخه اخلي او د بخښنې فرهنګ ترويجوي.
نوموړی زياتوي، دوى غواړي بشردوستانه او رضاكارانه فعاليتونه ترسره كړي، ترڅو اړمنو كورنيو ته د ژوند اسانتياوې برابرې شي.
د شامسي په وينا، د دوى هېواد د شيخ زايد كال نمانځي، نو ځكه يې بېلابېلې مرستې پلان كړې دي.
د يادونې وړ ده، چې متحده عربي اماراتو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې له خلكو سره مرستې كړي او همدارنګه يې ځينې پروژې عملي كړې دي.
د دې هېواد د لويو مرستو له جملې د خوست شيخ زايد پوهنتون يادولى شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA