د شارجې خيريه بنسټ په افغانستان كې د متحده عربي اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې بېوزلو افغان كورنيو سره د جامو د مرستې لړۍ په كابل كې پيل كړه.
د دغه سفارت شارژدافير سیف الشامسي وايي، دوى به د مرستې دا لړۍ د افغانستان نورو ښارونو ته هم وغځوي.
دى زياتوي، دوى غواړي بشردوستانه او رضاكارانه فعاليتونه ترسره كړي، ترڅو اړمنو كورنيو ته د ژوند اسانتياوې برابرې شي.
د الشامسي په وينا، د دوى هېواد د شيخ زايد كال نمانځي، نو ځكه يې بېلابېلې مرستې پلان كړې دي.
د يادونې وړ ده، چې متحده عربي اماراتو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې له خلكو سره مرستې كړي او همدارنګه يې ځينې پروژې عملي كړې دي.
د دې هېواد د لويو مرستو له جملې د خوست شيخ زايد پوهنتون يادولى شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


