د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د متحدو ايالتونو پوځ ته امر وکړ، چې د خپلې شپږمې څانګې په توګه فضايي ځواکونه جوړ کړي.
هغه وايي، د دې څانګې په جوړولو سره ملي امنيت پياوړي کولو او کار موندلو ته ګټه رسېږي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ ژمنه وكړه، چې امريکا به د فضايي څېړنو په برخه کې له چين او روسيې مخکې وساتي.
په داسې حال کې، چې چين او ځينو نورو هېوادونو د سپوږمۍ، مريخ او نورو سيارو په اړه په څېړنو كې ښه پرمختګ کړی، د امريکا جمهور رئيس وويل، متحد ايالتونه به په فضا کې تل مخکښ وي.
ټرمپ زياته كړه، حکومت به يې اجازه ورنه کړي، چې چين، روسيه او نور هېوادونه له امريکا مخکې شي.
که څه هم امريکا په ۱۹۶۹م ميلادي کال کې سپوږمۍ ته له ختو وروسته په فضايي چارو کې مخکښه پاتې شوې، خو چين په دې وروستيو کې په دې برخه کې ښه پرمختګ کړی او روسيه بيا د بوديجې د کمښت له کبله وروسته پاتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


