د غني خېلو سرپرست ولسوال ووژل شو

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د حکومت وسله والو مخالفينو د دې ولايت د غني خېلو ولسوالۍ سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب په يو وسله وال بريد کې وژلى او د هغه يو ساتونکى يې ټپي کړى دى.