جمهور رئيس غني د اوربند د ښه مديريت له كبله ملكي او نظامي مسوولين وستايل

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د توحيد له ملي مرکزه د وېډيو کنفرانس له لارې د ولايتونو له واليانو، د قول اردوګانو او د پوليسو زونونو له قوماندانانو، د ولايتونو له امنيه قوماندانانو، د ملي امنيت له ولايتي رئيسانو، د ولايتي او ديني عالمانو شوراګانو له رئيسانو او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو سره د روان وضعيت په اړه خبرې او ورته يې لارښوونې وکړې.