جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د توحيد له ملي مرکزه د وېډيو کنفرانس له لارې د ولايتونو له واليانو، د قول اردوګانو او د پوليسو زونونو له قوماندانانو، د ولايتونو له امنيه قوماندانانو، د ملي امنيت له ولايتي رئيسانو، د ولايتي او ديني عالمانو شوراګانو له رئيسانو او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو سره د روان وضعيت په اړه خبرې او ورته يې لارښوونې وکړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د توحيد د ملي مرکز په دې غونډه کې، چې د امنيتي او ملکي ادارو لوړپوړي چارواكي هم حاضر وو، د هېواد جمهور رئيس د ولايتونو او مرکز ټولو ملکي او نظامي مسوولينو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ د اوربند د سم مديريت په خاطر ورڅخه مننه وکړه.
هغه وويل، درې ورځني اوربند وښوده، چې په ولس کې د سولې لپاره سرتاسري تقاضا او اجماع موجوده ده.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د اوربند او سولې په اړه د حكومت له ابتکاره په نړيواله کچه هراړخيز ملاتړ موجود دى، نو ځكه دوى په يو اړخيز ډول اوربند ۱۰ ورځې وغځاوه.
نوموړي له ملکي او نظامي مسوولينو وغوښتل، چې د دفاع لپاره له چمتووالي سره سره د اوربند پاتې ورځې هم په بشپړې همغږۍ مديريت کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


