ads

افغان حكومت له طالبانو سره اوربند د لسو ورځو لپاره وغځاوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر مازديګر د ملي امنيت شورا جوړې شوې غونډې په ارګ کې له هراړخيزو بحثونو وروسته له افغان وسله والو طالبانو سره د روژې مياشتې له ۲۷مې د كوچني اختر تر پنځمې نېټې اعلان شوى اوربند د لسو ورځو لپاره وغځاوه، خو طالبانو خپل درې ورځنى اوربند تېر ماښام پاى ته ورساوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 غبرګولی 1397

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د غونډې ګډونوالو د درې ورځني اوربند د ارامې فضا او کوچني اختر د نمانځنې لپاره د دولتي ځواکونو او خلکو ترڅنګ د طالبانو د حضور هرکلى وکړ.
جمهور رئيس غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو او دغه راز نړيوالو شريکانو څخه طالبانو سره د ملي يووالي حکومت د اوربند د ملاتړ د قدردانۍ ترڅنګ وويل، درې ورځني اوربند دا په ډاګه کړه، چې د افغانستان ملت د سولې تږى او غوښتونکى دى.
په غونډه کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د امنيتي مسايلو په اړه پر مفصل بحث سربېره ټينګار وشو، چې په ټولو ولايتونو کې امنيتي تدابير وجود لري او همدارنګه امنيتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي، چې د هر ډول تعرض په وړاندې د هېواد دفاع وکړي.
بلخوا وسله والو طالبانو د خپل درې ورځني اوربند له پاى ته رسېدو وروسته د هلمند او كندهار په ګډون په ځينو ولايتونو كې پر افغان ځواكونو بريدونه كړي، چې د هغوى له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA