يو شمېر طالبان له وسلو پرته كابل ښار ته داخل شول

نن د ملي يووالي حكومت د اوربند په پنځمه او د وسله والو طالبانو د اوربند په دوهمه ورځ يو شمېر طالبان له وسلو پرته كابل ښار ته داخل شول او د كوټه سنګي د هوايي پل په ګډون يې د دې ښار په ځينو برخو كې خپل بيرغونه ولګول.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانكزي كليد ته وويل، ځينې طالبان نن سهار له ختيځې او لوېديځې دروازې كابل ښار ته را دننه شوي او خپلې وسلې يې امنيتي ځواكونو ته تسليم كړې دي.