نن د ملي يووالي حكومت د اوربند په پنځمه او د وسله والو طالبانو د اوربند په دوهمه ورځ يو شمېر طالبان له وسلو پرته كابل ښار ته داخل شول او د كوټه سنګي د هوايي پل په ګډون يې د دې ښار په ځينو برخو كې خپل بيرغونه ولګول.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانكزي كليد ته وويل، ځينې طالبان نن سهار له ختيځې او لوېديځې دروازې كابل ښار ته را دننه شوي او خپلې وسلې يې امنيتي ځواكونو ته تسليم كړې دي.
هغه زياته كړه، د اوربند په موده كې طالبان كولاى شي له وسلو پرته په كابل ښار كې وګرځي.
په ټولنيزو رسنيو كې په خپرو شوو انځورونو كې ليدل كېږي، چې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک کابل ښار ته د طالبانو د راتګ هركلى كوي.
د راپورونو پر بنسټ، نن د هېواد ځينو نورو ښارونو ته هم طالبان تللي دي.
پرون په يو شمېر سيمو كې طالبانو له امنيتي ځواکونو سره د اختر مبارکۍ ترڅنګ په جوماتونو کې د اختر لمونځ په ګډه کړى دى.
د سياسي چارو شنونكي د حکومت او طالبانو ترمنځ شوى اوربند په هېواد کې د سولې ټينګېدو په لور يو مهم ګام بولي.
د ملي يووالي حكومت لخوا اعلان شوى اوربند د روژې مياشتې په اووه وېشتمه نېټه پيل شوى او د كوچني اختر تر پنځمې ورځې به دوام ولري، خو د وسله والو طالبانو اوربند يوازې د اختر د درېيو ورځو لپاره دى.


