جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د بې ځايه شوو د ستونزو د حل لپاره جدي اراده او په راتلونکو شپږو مياشتو کې په دې اړه عمده مسايلو ته رسېدنه يې د کار لومړيتوب کې قرار لري.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د بېلابېلو ولايتونو لسګونو بې ځايه شوو كسانو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې د بې ځايه شوو د ستونزو د حل لپاره به عملي اقدامات وشي.
هغه وويل، دا چې په تېرو درېيو كلونو كې داخلي بې ځايه شوو ته رسېدنه نه ده شوې، علت يې دا دى، چې تمرکز د افغانستان پر امنيت او بقا و، خو اوس د هېواد بقا تامين شوې ده.
د ده په وينا، له وسله والو طالبانو سره اوربند مناسب فرصت د سولې د ټينګښت لپاره برابر کړى او د سولې په موجوديت کې دوى کولى شي عمده ولسي مسايلو ته رسيدګي وکړي.
د هېواد جمهور رئيس د جمهوري رياست د چارو ادارې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د بې ځايه شوو استازو سره په ګډه د هغوى پر عمده اړتياوو کار وکړي او له تشخيص وروسته پيشنهادي بسته جمهوري رياست ته وړاندې کړي.


