جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله وژنه تاييد كړه.
هغه د جمعې په ورځ ناوخته په يوه ټويټري پيغام کې دا كار د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور جوړولو لور ته يو لوى ګام بللى دى.
جمهور رئيس غني ويلي، په دې اړه يې د پاکستان له موقت لومړي وزير نصيرالملک او د دغه هېواد د پوځ له لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه سره خبرې کړې دي.
د نوموړي په خبره، د ملا فضل الله وژنه د افغانستان د امنيتي ادارو په مشرۍ د نه ستړې کېدونکو استخباراتي هلوځلو نتيجه ده.
افغان جمهور رئيس وايي، د پاکستان له موقت لومړي وزير او د پوځ له لوى درستيز څخه يې وغوښتل، چې په پاکستان کې مېشت افغان طالبان د سولې د خبرو مېز ته راولي.
ويل كېږي، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې د تېرې چهارشنبې په شپه د كونړ ولايت په مرورې ولسوالۍ كې د پاكستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په نښه كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


