د کور او ښار جوړولو وزير خپله دنده پرېښوده

د كور او ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري او څلورو مرستيالانو يې خپلې دندې پرېښودې.
هغه نن يوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال د خپلو لاسته راوړنو د يادولو ترڅنګ وويل، استعفا يې د ملي يووالي حكومت سره د همكارۍ پرېښودلو په معنا نه ده او په هره برخه كې، چې ترې غوښتنه وشي، همكارۍ ته چمتووالى لري.