ads

د کور او ښار جوړولو وزير دنده پرېږدي

ټاکل شوې د کور او ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري نن چهارشنبه رسما خپله دنده پرېږدي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 غبرګولی 1397
د کور او ښار جوړولو وزير دنده پرېږدي

ټاکل شوې د کور او ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري نن چهارشنبه رسما خپله دنده پرېږدي.

يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې نادري تر دې وړاندې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

منصور نادری د ملي يووالي حکومت د کابينې د لومړيو وزيرانو څخه دی چې د ۱۳۹۴ کال د وري په ۲۹مه نېټه يې وکولای شول له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

تر دې مهاله د کور او ښار جوړولو وزير د استعفا علت مشخص نه دی اما ښايي د وزيرانو او جمهور رييس تر منځ اختلاف يې يو علت وي چې ددې اختلافونو په پايله کې جمهور رييس د اوبو او انرژۍ د وزير د ګوښه کېدو امر هم وکړ خو د اجرايه رياست له مخالفت سره مخ شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA