ads

اماراتو له سلګونو بېوزلو افغان كورنيو سره مرسته وكړه

د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې ټولنې سلګونو بېوزلو کورنيو ته په کابل کې د اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې په شيخ زايد کلي کې، چې په قصبه کې موقعيت لري، خوراکي توکي ووېشل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 غبرګولی 1397
اماراتو له سلګونو بېوزلو افغان كورنيو سره مرسته وكړه

د متحده عربي اماراتو سرې مياشتې ټولنې سلګونو بېوزلو کورنيو ته په کابل کې د اماراتو د سفارت تر څارنې لاندې په شيخ زايد کلي کې، چې په قصبه کې موقعيت لري، خوراکي توکي ووېشل.
دغه خوراکي توکي معلولينو، کونډو، يتيمانو او فقيرانو ته وركړل شول.
په كابل كې د اماراتو سفير ماجد الشامسي وويل، د دوى هڅو او مرستو د زيات شمېر اړمنو او بېوزلو افغانانو ستونزې كمې كړې دي.
نوموړي زياته كړه، دوى هر كال په افغانستان كې زرګونو بېوزلو كورنيو سره د بېلابېلو خوراكي توكو مرستې كوي.
الشامسي ټينګار وكړ، چې دوى له افغانانو سره مرستو ته لېواله دي او هڅه كوي، چې تل يې لاسنيوى وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA