ads

د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک له افغانستان سره د خپلو همکاريو ژمنه تازه كړه

د ماليې وزير اکليل حکيمي پرون د چين پايتخت بيجينګ كې د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک له رئيس جين ليقون سره د ياد بانک په مرکز کې وکتل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 غبرګولی 1397
د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک له افغانستان سره د خپلو همکاريو ژمنه تازه كړه

د ماليې وزير اکليل حکيمي پرون د چين پايتخت بيجينګ كې د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک له رئيس جين ليقون سره د ياد بانک په مرکز کې وکتل.
د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي كليد ته وويل، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په بېلابيلو برخو په ځانګړې توګه د ننګرهار په حصار شاهي صنعتي پارک او د لغمان په بابا صاحب دښته کې د لمريزې برېښنا په توليد کې د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک پر ملاتړ او پانګونې، د کابل ښار حلقوي سړک پر جوړېدو او د وسپنې پټلۍ پر پروژو هر اړخيزې خبرې وکړې.
د عبدالرحيمزي په وينا، ليقون په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې پر علاقه مندۍ او ژمنې بيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، ياد بانک چمتو دى، چې د افغانستان ځانګړو اړتياوو او شرايطو ته په کتو د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک په ګډون له نورو نړيوالو تمويلوونکو سره د افغان حکومت د اړتيا وړ سرچينو په چمتو کولو کې خپلو همکاريو ته چټکتيا ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA