د پاكستان د لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د دغه هېواد پلاوي نن كابل ته د سفر په مهال د جمهور رئيس محمد اشرف غني په گډون له بېلابېلو افغان چارواكو سره وليدل.
د ارګ د معلوماتو له مخې، د ليدنې په مهال د دواړه هېوادونو پلاويو د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د تطبيق، له ترهګرۍ سره مبارزې، د تاوتريخوالي کموالي او د افغانانو په مالکيت او رهبرۍ د سولې مذاکراتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په ورته وخت كې د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اصف غفور پر خپلې ټويټر پاڼې ليكلي، هېواد يې هيله لري، چې د افغان حکومت، امريکا او ناټو د سولې هڅې بريالۍ شي.
د پاکستان لوی درستيز په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د افغانستان د حکومت له لوري له وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان ته دغې ډلې مثبت ځواب ويلى دى.
د ملي يووالي حكومت لخوا اعلان شوى اوربند نن پيل شو او د كوچني اختر تر پنځمې ورځې به دوام ولري، خو د وسله والو طالبانو اوربند يوازې د اختر د درېيو ورځو لپاره دى.


