له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت اوربند نن د سې شنبه په ورځ پيلېږي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د روژې له ۲۷مې، چې د جون مياشتې له ۱۲مې نېټې سره برابره ده، اوربند پيلېږي. په دغه اوربند کې داعش او نورې وسلوالې ډلې شاملې نه دي.
دا اوربند به د كوچني اختر تر پنځمې ورځې يعنې د جون تر ۱۹مې نېټې دوام وکړي.
له دې اوربنده په نړيواله کچه تود هرکلی شوی او وړمه ورځ د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې هم د افغانستان او سيمې لپاره يو ښه خبر وبلل شو.
وسله والو طالبانو بيا د حکومت د اوربند په ځواب کې د اختر په درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

