ads

نن د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راځي

د پاکستان د پوځ عمومي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نن د امنيتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 غبرګولی 1397
نن د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راځي

د پاکستان د پوځ عمومي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نن د امنيتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

پاکستانيو رسنيو ويلي چې د دغه هېواد د پوځ مشر به له افغان چارواکو سره د سولې او ټيکاو او له طالبانو سره د خبرو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړي.

د جنرال باجوه په مشرۍ د پاکستان امنيتي پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت شورا د سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ يو پلاوی پاکستان ته تللی و او د دغه هېواد د پوځ مشر ته يې د افغان جمهور رييس محمد اشرف غني له خوا کابل ته د سفر کولو بلنه وړاندې کړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA