ads

د پاکستان لوى درستيز كابل ته را ورسېد

د پاکستان لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه د جمهور رئيس محمد اشرف غني په بلنې نن له غرمې مخكې په يو ورځني سفر کابل ته را ورسېد.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 غبرګولی 1397
د پاکستان لوى درستيز كابل ته را ورسېد

د پاکستان لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه د جمهور رئيس محمد اشرف غني په بلنې نن له غرمې مخكې په يو ورځني سفر کابل ته را ورسېد.
د جمهور رئيس د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي كليد ته وويل، دغه پاكستانى چارواكى به له جمهور رئيس محمد اشرف غني او افغان امنيتي چارواكو سره وګوري.
هغه زياته كړه، په دې ليدنه كې به د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر عملي كېدو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او ځينو نورو موضوعاتو خبرې وشي.
له اسلام اباده کابل ته د جنرال باجوه د روانېدو په مهال د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور په خپله ټوېټر پاڼه کې وليکل، چې هغه د افغان جمهور رئيس په بلنې کابل ته روان شوى او هلته به له افغان چارواکو سره خبرې وكړي.
د نوموړي په وينا، پاکستان هيله لري، چې د افغانستان حکومت، امريکا او ناټو په دغه هېواد کې د سولې په راوستلو کې بريالي شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA