ads

ننګرهار كې ډله ييز بريد يو پوليس وواژه او ۱۵ ملكي وګړي يې ټپيان كړل

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پوهنې رياست او طب پوهنځي ته څېرمه د وسله والو په ننني ډله ييز بريد کې درې ځانمرګي بريدكوونكي او يو پوليس وژل شوي او ۱۶ ملكي وګړي ټپيان دي.
امنيتي چارواکي وايي، بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار پوهنې رياست او طب پوهنځي ته څېرمه د درېيو بريدكوونكو له لوري وشو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غبرګولی 1397

امنيه قوماندان غلام سنايي ستانکزي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، بريدكوونكي په يوه کرولا موټر کې راغلي وو او هدف يې د طب پوهنځي او د پوهنې رياست ادارې وې.
د نوموړي په خبره، لومړى يوه بريدكوونكي ځان ته چاودنه ورکړې او دوه نور د پوليسو له لوري له پېژندلو وروسته وژل شوي دي.
ستانكزى وايي، امنيتي ځواکونو د پېښې په ځاى کې له چاودېدونکو توکو يو ډك موټر خنثى كړى هم دى.
بل لور ته د روغتون چارواکو کليد ته وويل، د پېښې له ځايه ورته د يوه پوليس په ګډون ۱۷ ټپيان ور وړل شوي، خو ټپي پوليس د سختو ټپونو له كبله ساه ورکړه.
د پېښې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA