ads

د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې ترسره شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غبرګولی 1397
د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې ترسره شوي دي.
هغه زياته كړه، په عملياتو كې د دولت د وسله والو مخالفينو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د خوږياڼي په خبره، ياد عمليات د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري داسې مهال ترسره شوي، چې طالبان د يوه بريد د پلان جوړولو لپاره راټول شوي وو.
نوموړی وايي، په عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA