لومړى تعقيب – د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ورودي دروازې مخې ته ځانمرګي بريد لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانكزي كليد ته وويل، نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه يوه ځانمرګي بريد كوونكي د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ورودي دروازې مخې ته خپل ځان والوځاوه.
د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه كې شاوخوا ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ښايي دا شمېر بدلون ومومي.
بلخوا د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح كليد ته وويل، د پېښې له ځايه د كابل ښار روغتونونو ته ۱۲ جسدونه او ۳۱ ټپيان لېږدول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې او دېرش دقيقې د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د استوګنې په يوه كور كې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانكزى وايي، دا چاودنه په زور اباد سيمه كې شوې، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
هغه د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل.
د يادو دواړو پېښو په اړه تراوسه كومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.


