ads

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له پلان ملاتړ اعلان کړ

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غبرګولی 1397
د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د افغان حکومت د سولې له پلان ملاتړ اعلان کړ

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ.

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ، جمهور رييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د شانګهای د همکاريو سازمان په سرمشریزه غونډه کې چې د چين په شینګډاو ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وينا وکړه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ.

جمهور رييس محمد اشرف له طالبانو سره اوربند ته په اشارې وويل چې افغان حکومت هڅه کوي دغه اوربند تمديد شي او مذاکراتو ته زمينه برابره شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغې سرمشريزه کې د شانګهای د غړو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره د افغانستان د سولې پروسې او اوربند ملاتړ وکړ او د سيمه‌ييز اتصال او پرمختګ لپاره يې افغانستان کې سوله مهمه وبلله او ژمنه يې وکړه چې افغانستان سره به مرسته وکړي چې سولې او ثبات ته ورسېږي.

تېره اوونۍ جمهور رييس غني د دولت له اړخه اوربند اعلان کړ او ويې ويل چې اوربند به د روژې له ۲۷مې څخه پيل او د کوچني اختر تر پنځمې پورې به دوام لري. طالبانو هم د ځواب په ورکولو سره خپل اوربند اعلان کړ او ويې ويل چې اوربند به د اختر د درېيو لومړيو ورځو لپاره وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA