ads

برېتانيا د نجونو د زده کړې په برخه کې له افغانستان سره ۸۰ مليون ډالره مرسته اعلان کړه

د برېتانيا حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره ۸۰ ميليون ډالره مرسته کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غبرګولی 1397
برېتانيا د نجونو د زده کړې په برخه کې له افغانستان سره ۸۰ مليون ډالره مرسته اعلان کړه

د برېتانيا حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره ۸۰ ميليون ډالره مرسته کوي.

په کابل کې د برېتانيا سفارت وايي، په دې پيسو سره به په افغانستان کې ۷۰زره نجونو ته د  زده کړو زمينه برابره شي.

ټاکل شوې دغه پيسې په دوو ښوونيزو پروژو کې ولګول شي تر څو افغان نجونې په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو او مدرسو کې پرمختګ وکړي.

هڅه کېږي له افغان حکومت سره په همکارۍ دغه پيسې د ښوونې د لارو چارو په ښه کولو او په ښوونځيو کې د چاپېريال په بهتره کولو ولګېږي.

د برېتانيا سفارت په خپله رسمي فېسبوکپاڼه ليکلي چې دغه پروژه به له افغان نجونو سره مرسته وکړي تر څو ښې دندې ولري، له خپل ځان او کورنۍ ملاتړ وکړي او د خپل هېواد په جوړولو کې مهم رول ولري.

د افغانستان د پوهنې وزارت د برېتانيا له تازه مرستې هرکلی کړی دی او ټينګار يې کړی چې دغه پيسې به له زده کړو د نجونو د محروموالي يوه برخه ستونزې هوارې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA