د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې په يوه هټۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله ۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، د کوټ ولسوالۍ په دهندرانو سيمه کې تير ماښام شاوخوا ۷ بجې د روژه ماتې پرمهال د ولسي وګړو په يوه هټۍ کې ځای پرځای شوو چاوديدونکو توکو چاودنه کړې چې پرمهال يې د دوه ماشومانو په ګډون ۴ ولسي وګړي وژل شوي او د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
خوګياڼی وايي د پيښې ټپيان يې روغتون ته ليږدولي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
بل لورته د عامې روغتيا روغتون مسوولين وايي د پېښې له سيمې ورته ۲۳ ټپيان ور وړل شوي.
خوګياڼی وايي دغه راز د يو بل خبر له مخې تيرماښام شاوخوا ۷ بجې د روژه ماتي پرمهال د شپږمې ناحيې اړوند سيمه کې ناپيژانده وسله والو پر پوليسو ډزې کړې چې پرمهال يې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي وويل، وسله والو پر پوليسو له ډزو کولو وروسته له سيمې تښتيدلي دي او د نيولو هڅې يې روانې دي.
د دې چاودنې او بريد مسوليت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی.


