ads

كابل ښار كې چاودنې درې تنه ټپيان كړل

امنيتي مسوولين وايي، د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې درې تنه ټپيان كړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 غبرګولی 1397
كابل ښار كې چاودنې درې تنه ټپيان كړل

امنيتي مسوولين وايي، د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې درې تنه ټپيان كړل.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانكزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې او ۳۰ دقيقې د كابل ښار په كمپنۍ سيمه كې د پوليسو پر رېنجر موټر شوې، چې له كبله يې يو پوليس او دوه ملكي وګړي سطحي ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، تېره شپه په كابل ښار كې د نفوسو د احوالو د ثبت رياست ته نږدې هم د غږيز ماين چاودنه شوې، خو چا ته يې زيان نه دى اړولى.
د دغو چاودنو مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA