ads

د ننګرهار پوليسو په دغه ولايت کې د يو شمېر چاودنو مخنيوی كړى

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې د چاودنو د ترسره کېدو مخنيوی کړی دی.
د ننګرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، د امنيه قوماندانۍ اړوند پوليسو د دې ولايت په روداتو، مومندرې او اچين ولسواليو کې د يو شمېر خونړيو پېښو مخه نيولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 غبرګولی 1397
د ننګرهار پوليسو په دغه ولايت کې د يو شمېر چاودنو مخنيوی كړى

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې د چاودنو د ترسره کېدو مخنيوی کړی دی.
د ننګرهار د پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، د امنيه قوماندانۍ اړوند پوليسو د دې ولايت په روداتو، مومندرې او اچين ولسواليو کې د يو شمېر خونړيو پېښو مخه نيولې ده.
مشرقيوال زياته كړه، په يادو ولسواليو کې پوليسو ۱۶ د وسايطو ضد ماينونه له چاودنې وړاندې له منځه يووړل.
د هغه په وينا، که چېرته پوليسو د يادو چاودېدونکو توکو د نيولو هڅه نه وای کړې، ممکن د مرګ ژوبلې پېښې رامنځته شوې وای.
د شنونکو په اند، که پوليس تل دغه ډول تر پېښو وړاندې لاس په کار کېږي او د چاودنو او بريدونو مخه نيسي، نو هېڅکله به بدې پېښې نه رامنځته کېږي او نه به خلک پر پوليسو نيوکې کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA