د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت د روداتو ولسوالۍ د پوهنې مديريت د نظارت غړی د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې کبله وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، پرون سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دې ولسوالۍ د پوهنې مديريت د نظارت غړی غلام الدين خپلې دندې ته د تګ پرمهال د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له کبله لومړی ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د دې چاودنې مسوليت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی.
د يوه بل خبر له مخې د ملي امنيت منسوبنيو تېره شپه په ننګرهار پوهنتون کې هغه څلور کسان نيولي، چې غوښتل يې ياد پوهنتون کې د داعش ډلې لپاره تبيلغات وکړي .
د والي وياند وويل، له دغو کسانو سره يو شمېر شکمن کسان هم نيول شوي وو چې له څېړنو وروسته خوشي شوي دي.


