ads

جمهور رئيس غني: موږ د سولې هدف ته نږدې يو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى د سولې هدف ته نږدې دي، خو د دوستو هېوادونو همکاري به يې دغه هدف ته نور هم نږدې کړي.
هغه دا څرګندونې چين ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هېواد له جمهور رئيس شي جين پينګ سره د ليدنې په مهال وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 غبرګولی 1397
جمهور رئيس غني: موږ د سولې هدف ته نږدې يو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى د سولې هدف ته نږدې دي، خو د دوستو هېوادونو همکاري به يې دغه هدف ته نور هم نږدې کړي.
هغه دا څرګندونې چين ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هېواد له جمهور رئيس شي جين پينګ سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغه کتنه کې جمهور رئيس شي وويل، دا د دوى يو اساسي اصل دى، چې افغانستان سره همکاري پراخه کړي، ترڅو په دې هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.
نوموړي د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د جمهور رئيس غني هڅې وستايلې او د هغه د سولې له وړانديز او موقت اوربند څخه يې ملاتړ وکړ او زياته يې كړه، دا چې طالبانو د موقت اوربند هرکلى كړى، دا د افغانستان او سيمې لپاره ښه خبر دى.
د ليدنې په مهال دواړو جمهور رئيسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دومدارو خبرو ټينګار وکړ، ترڅو په امنيتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې اړيکې لا پسې ژورې او پراخې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA