ads

ارغنداب کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ملي او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 غبرګولی 1397
ارغنداب کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ملي او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني کليد ته وويل، تېره شپه دولس نيمې بجې وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان خوني کارېز په سيمه کې د پوليسو پر پوستې وسله وال بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دوه ملي او درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه ملي او يو سيمه ييز پوليس ټپيان دي.
د دراني په خبره، په جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA